په دې غونډه کې ۲۳ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې يې کمېسیون له بحث او غور وروسته له ۳،۶۵ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ مورده منظور کړل.
جمهور ريیس غني له کونړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو پر پروژې د بحث پر مهال، د دغه سړک د قیرکولو د کار د پیل په خاطر د نورستان خلکو ته مبارکي وویله او د ترانسپورټ وزارت له لوري یې د دغې پروژې پر هراړخیزې څارنې او تطبیق ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ملي تدارکاتو ادارې، د هېواد د جمهوري ریاست ټاکنو د نوماندانو لپاره له بیمې سره یو ځای د زغره وال او هایلکس موټرونو د کرایه کولو لپاره د نرخ اخیستنې په اړه د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنیت لوی ریاست، د عامه ساتنې تصدۍ او ملي تدارکاتو ادارې استازو د ګډې کمېټې راپور وړاندې کړ.
د راپور له اورېدو او هر اړخیز بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون د یادې کمېټې وړاندیزونه منظور کړل.
د دې تر څنګ د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ پر وړاندیزونو هم بحث وشو، چې ملي تدارکاتو کمېسیون تر ارزونې او غور وروسته تائید کړل.
د انرژۍ او اوبو وزارت، ملي تدارکاتو کمېسیون ته د لغمان د شاهي کانال د لومړي فاز د جوړولو پروژې د تړون د ورکړې په خاطر د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون له بحث او غور وروسته په پرنسیب کې منظور او دغه وزارت ته یې دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه دې خپل راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت لوی ریاست اړوند د سمنګانو د کلورینیشن شبکې د ودانۍ، تحویلخانې، اداري دفتر ودانۍ او د ایبک ښار د اوبو رسونې شبکې د دویم فاز د پروژې د بیې د تصحيح د منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
کورنیو چارو وزارت، ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د تدارکاتي مرحلو او د پولیسو د اعاشوي او محروقاتي توکو د چوکاټي قراردادونو د تنظیم د پېشنهادي طرحې د لارښود غوښتنه وکړه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته جمهور ريیس غني یاد وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د دې وزارت د تخنیکي وړتیاوو او ظرفیت په اړه دې د هراړخیز بحث په موخه د جمهوري ریاست عالي مقام سره جلا ناسته تنظیم کړي.
بل پلو اقتصاد وزارت د دغه وزارت د پروژې جوړولو انستېتيوت د ودانۍ جوړولو د پروژې د اضافه کارۍ، تعدیلاتو او ترسره شوي کار د پیسو د ورکړې په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)