دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 188882
په بلخ کې د سلام شبکې رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريالانو د توهين په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سپارښتنه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمي په بلخ کې د سلام شبکې د رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريال د توهين په اړه جدي توګه د افغان ټېلې کام شرکت مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې دا دوسيه وڅېړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې د وزارت مشرتابه ته د خبريالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتريخوالی او ناوړه چلند د منلو نه دی او همېش به دا ډول مواردو ته په چټکه توګه رسيدګي کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر وویل: ( د بلخ ولایت د سلام شبکې رئیس د ساتونکو له خوا د صدای افغان افغان غږ خبری آژانس خبريالې مېرمن رحيمه يزداني د توهین په اړه خبر شوم، ډېر خواشینی شوم. زما لپاره د منلو نه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکي او د وزارت اړوند هر کارکوونکی د خبريالانو سره تند چلند وکړي.  له دې کبله مې د افغان ټېلې کام ریاست ته چې د وزارت تر چتر لاندې کار کوي، چټک هدایت ورکړی چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي او نتيجه يې د وزارت د مشرتابه سره شریکه کړي.)

د خبريالانو څخه ملاتړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کليدي لومړيتوبونو څخه یو دی او همېشه پر وخت اطلاع رسونې ته ژمن دی چې خبريالان په دې برخه کې د اطلاع رسونې مخکښان دي.
============
https://avapress.com/vdcaaan6u49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته