کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرهان یوسفزی د افغان کرکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 اسد 1398 ساعت 14:12

‫د افغان ولسمشر د حکم پر بنسټ فرهان یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.



ولسمشرۍ ماڼۍ نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر او فېسبوک پاڼو د افغان کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه د نوموړي ټاکل کېدل تائید کړي دي.
"د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه وګومارل شو‬."
د ارګ لخوا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلی یوسفزی د ارګ تر اعلان وروسته د افغان کرکټ بورډ د غړو لخوا دغه بورډ ته د نوي رئیس په توګه ور وپيژندل شو.
نوي رئیس فرهان یوسفزي د خپل معرف غونډې پرمهال وویل، هڅه به وکړي چې د کرکټ بیرغ نور هم لوړ کړي.
هغه وویل:"کرکټ یو ملي او بنیادي سپورټ دی چې،موږ باید ورباندې زیات زحمت وباسو، ډېر شفاف پروسس او پلانونه ورته لرو، په ځانګړي ډول په تخنیکي، مالي برخو او همدارنګه بنیادي مسایلو کې، چې انشاءالله په نژدې وختونو کې به یې ووینی."
هغه زیاته کړه چې، لومړی کار به یې له مالي اړخه افغان کرکټ بورډ پر پښو درول وي.
تر دې مخکې عزیزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ د رئیس په توګه دنده تر سره کول.
د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې د کپتان په توګه د ګلبدین نائب تر ټاکل کېدو او په دغه جام کې د افغان لوبډلې لخوا د ټولو لوبو تر بایللو وروسته پر ښاغلي فضلي او ملي لوبډلې باندې نیوکې زیاتې شوې.
فرهان یوسفزی پر داسې مهال د افغانستان د کرکټ بورډ د رئیس په توګه ټاکل کېږي چې، ولسمشر محمد اشرف غني هم په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د ټولو لوبو تر بایللو وروسته د افغان کرکټ بورډ د تشکیلاتي ستونزو د ارزولو غوښتنه کړې وه.
خپله عزیزالله فضلي تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په روانه میاشت کې د افغان کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان هم له دندې لیري پر ځای یې لطف الله سانکزی وټاکل شو او تر هغه وروسته ګلبدین نائب تر شاوخوا درې میاشتو کپتانۍ وروسته له دندې لیري پر ځای راشد خان د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.
دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کرکټ بورډ څلورم رئیس دی چې ټاکل کېږي، تر دې مخکې نسیم دانش، عاطف مشعل او عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ رئیسان وه چې یوه یې هم پر دغه دنده درې کاله پوره نه کړل.
 


د مطلب کود: 188888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188888/فرهان-یوسفزی-د-افغان-کرکټ-بورډ-نوی-رئیس-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com