دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 188896
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت: د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سر پرست وزیر محمد فهیم هاشمي وایي په کورونو او دفترونو کې د کاروونکو مشتریانو لپاره د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی دي.

د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ سر پرست وزیر محمد فهمی هاشمي نن چهار شنبه د اسد په ۲مه  کابل کې یو ې خبرې غونډې ته ویلي چې د هغو مشتریانو لپاره چې په کور او دفترونو کې یې انټرنیټ کاراوه، د انټرنیټي کڅوړو په بیو کې ۳۰ سنله کموالی راغلی دی.
ښاغلي هاشمي وویل “له هڅو او یو لړ اقدامانو وروسته په دې  وتوانېدو چې د انټرنټ  په بیو کې د پام کموالی راولو، هغه انټرنټ چې تاسې مخکي په کورونو او دفترونو کې په ۹۶ ډالرو باندې اخیستل، اوس کولای شئ چې یاده اندازه انټر نیټ په ۶۰ ډالرو  وکاروئ.”
دغې خبري غونډې ته  دخبرو پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر دا هم وویل چې  د ارزانه او باکیفیته انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
ده  دغه راز څرګنده کړه چې د 3G  او 4G انټرنیټي کڅوړو د بیو په د کموالی لپاره یې هم جدي هڅې پیل کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdyvw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته