نن پنجشنبه د کابل ښار د ملي بس په څلور لارې او دسپېچري سیمو کې چاودنې شوې چې پر مهال یې ټوله مرګ ژوبله مرکي وګړو ته ور اوښتې ده.
د چارواکو له قوله په دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي وګړي ټول ملکیان دي.
په ورته وخت کې د د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار هم رسنیو ته ویلي چې، کابل ښار کې له چاودنو ۷ تنه مړي او ۲۱ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي. په کابل کې د نن ورځې د بریدونو پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)