کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار په ننیو ترهګریزو بریدونو کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښار د نن ورځې په بمي چاودنو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1398 ساعت 10:41
کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار په ننیو ترهګریزو بریدونو کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
نن پنجشنبه د کابل ښار د ملي بس په څلور لارې او دسپېچري سیمو کې چاودنې شوې چې پر مهال یې ټوله مرګ ژوبله مرکي وګړو ته ور اوښتې ده.
د چارواکو له قوله په دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي وګړي ټول ملکیان دي.
په ورته وخت کې د د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار هم رسنیو ته ویلي چې، کابل ښار کې له چاودنو ۷ تنه مړي او ۲۱ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي. په کابل کې د نن ورځې د بریدونو پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
د مطلب کود: 188939