دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 188940
ننګرهار کې دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د واده پر موټر باندې د سړک ماین چاودنه ترسره شوې ده چې له امله یې دریالس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار والي ویاند وايي چې په دې پيښه کې څلور میرمنې دوه ماشومان وژل شوي او اوه کسه نور ملګي وګړي ژوبل شوي دي .
په ورته وخت کې بیا ددې ولسوالۍ یو قومي مشر محمد حسن وايي چې یاده پيښه د یوه قومي مشر ملک طاهر په موټر ترسره شوې ده.
دا پيښه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې هم ددې ولسوالۍ د قومي مشر د وراره د واده په مراسمو باندې برید ترسره شو چې په کې څلويښت تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 
https://avapress.com/vdcfjcdyxw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته