د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې د افغانستان، هند او پاکستان تر منځ سوداګرېزه راکړه ورکړه کېږي: "د دې ستونزو لامل دا دی چې د یو شمېر شرکتونو له لوري په قاچاقي ډول صادرات او واردات کېږي چې د نورو سوداګرو باور یې هم زیانمن کړی او اوس هلته د تلاشۍ زیاتې شوي چې تازه مېوو باندې وخت زیات تېرېږي او خرابېږي."
ښاغلی حاجي اغا وایي، درې واړه دولتونه باید د دې وضعیت د کنټرول لپاره هڅه وکړي او ستونزې دې ژر تر ژره هوارې کړي.
د نوموړي په خبره له دې لارې په ورځني ډول هند او پاکستان ته په سلګونو ټڼو بېلابېلو افغاني محصولاتو صادرات کېږي چې اوس دا چاره له ستونزو سره مخ ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)