دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 188946
د متشبثینو بورډ: واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې د افغانستان، هند او پاکستان تر منځ سوداګرېزه راکړه ورکړه کېږي: "د دې ستونزو لامل دا دی چې د یو شمېر شرکتونو له لوري په قاچاقي ډول صادرات او واردات کېږي چې د نورو سوداګرو باور یې هم زیانمن کړی او اوس هلته د تلاشۍ زیاتې شوي چې تازه مېوو باندې وخت زیات تېرېږي او خرابېږي."
ښاغلی حاجي اغا وایي، درې واړه دولتونه باید د دې وضعیت د کنټرول لپاره هڅه وکړي او ستونزې دې ژر تر ژره هوارې کړي.
د نوموړي په خبره له دې لارې په ورځني ډول هند او پاکستان ته په سلګونو ټڼو بېلابېلو افغاني محصولاتو صادرات کېږي چې اوس دا چاره له ستونزو سره مخ ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbawb80rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته