دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 188951
ولسمشر غني: طالبان له یوه لوري خبرې کوي او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د کابل او ننګرهار د نن ورځي پیښو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې ده چې پکې ویل شوي،:” : طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي، خو هغوی باید پوه شي چې په دې کارونو نه د سولې په مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کولای شي او نه د خلکو له نفرت او کرکې ځان خلاصولای شي”.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،:” طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو په موټر او د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې په دوو جلا تروریستي بریدونو او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین په پایله کې د ښځو، ماشومانو او ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.”
د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ له لوري په دې اعلامیه کې د کابل او ننګرهار د نن ورځې ترهګریز بریدونه وحشیانه بلل شوي او په کلکه غندل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm6nzz23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته