دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 188970
تخار کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي
په تخار ولایت کې پر نظامي تأسیساتو د طالب وسله‌والو په حملو کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا مرستيال محمد اعظم افضلي نن ازادي راډیو ته وویل، دا حملې په «خواجه بندکشا» سیمه کې د عامه نظم پر شلو ځواکونو او په «قره تپه» سیمه کې د ملي او ځايي پولیسو پر پوستو شوي دي.
په اشکمش ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه او په نتيجه کې يې اته پولیس او ۲۴ نور د عامه نظم پرسونل ووژل.
د پولیسو پرسونل، د عامه نظم او پاڅونوال یو شمېر کسان ټپیان شول او یو شمېر يې ورک دي. دا تر اوسه نه‌ده معلومه چې هغوی وژل شوي که ټپيان شوي دي؟
د تخار ولایتي شورا یوه غړي مولوي کرامت الله «ډي.پي.اې» خبري اژانس ته ويلي چې په‌دغو حملو کې ۴۳ پولیس وژل شوي دي. ځايي چارواکو دا شمېر نه دی تاييد کړی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyvazut1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته