دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 189006
د کابل - مزارشریف ښار حلقوي سړک د جوړیدو چارې رسمآ پیل شوې
د دې پروژې د پیل پر وخت د ټرانسپورت وزیر وویل: د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ د سلمې کلیزې د را رسیدو له کبله د بلخ ټولو خلکو ته مبارکي وایم او په دې مناسبت د مزارشریف د حلقوي سړک د چارو پیلیدل په نېک پال نیسم.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري د ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل بلخ ته سفر وکړ.
هغه د بلخ والي سره د لیدنې ترڅنګ، په ټرانسپورتي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکار فرید احمد مومند، بلخ والي محمد اسحق رهګذر، د بلخ ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو په ملتیا د مزار شریف د حلقوي سړک د جوړیدو چارې په پټۍ پرې کولو پرانیستې.
د دې پروژې د پیل پر وخت د ټرانسپورت وزیر وویل: د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ د سلمې کلیزې د را رسیدو له کبله د بلخ ټولو خلکو ته مبارکي وایم او په دې مناسبت د مزارشریف د حلقوي سړک د چارو پیلیدل په نېک پال نیسم.
هغه زیاته کړه: دا سړک 17.427 کیلومتره اوږدوالی لري، چې په 1,301,369,091.75 افغانیو له اینیز(EN-EZ) ساختماني شرکت سره یې قرارداد شوی.
د دې پروژې مالي تمویل د افغانستان حکومت تمویلوي او د 24 میاشتو په اوږدو کې بشپړیږي.
ښاغلي یاري زیاته کړه: د مزارشریف حلقوي سړک له لویو او حیاتي پروژو څخه ده، چې له تطبیق سره یې یو شمېر ځایي خلکو ته کاري فرصت او زیاتو نورو ته د ټرانسپورتي اسانتیاوو ترڅنګ ترافیکي ګڼه ګوڼه کمیږي.
بلخ والي د مزار شریف حلقوي سړک د چارو پیل دغه ولایت ته یوه لویه زیربنایي لاسته راوړنه وګڼله.
هغه وویل: د دغه سړک له جوړیدو سره د بلخ د زیاتو خلکو ترانسپورتي ستونزې حل او ښاري لاریندۍ پای ته رسیږي.
د دغه سفر پر مهال دغه راز دواړو لوریو په بلخ کې د ټرانسپورت وزارت د زیربنایي پروژو، وروسته لاسته راوړنو او راتلونکو پرمختیایي پلانونو او پروګرامونو بحث او د نظر تبادله وشوه.
https://avapress.com/vdcjyhevmuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته