دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 189008
د آقینې - اندخوی د اورپټلۍ چارې پیل او د آقینې بندر ۱۰ کیلومتره پرمختیایي ریل پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
پر دې نوې پروژې شاوخوا ۳۰ میلیونه امریکایي ډالره کیږي او پر بشپړې شوې پروژې ۹،۳ میلیونه ډالره لګښت شوی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د بوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته سفر او د ترکمنستان د صنعت او ارتباطاتو د وزیر ښاغلي دورانوف، د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکار فرید احمد مومند، د دواړو هېوادونو د اورپټلۍ ریسانو، د ملي شورا غړو، فاریاب والي، والی جوزجان او یو شمېر قومي مشرانو په موجودیت کې د آقینې - اندخوی اورپټلۍ چارې پیل او د آقینې اورپټلۍ د پرمختیایي اورپټلۍ د اسټیشن ۱۰ کیلومتره افتتاح او ګټې اخیستو ته وسپاره.
د دغې پروژې د پرانیستې پر وخت د ټرانسپورټ وزیر هېوادوالو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: د اغېزناکو، خوندي او معیاري ټرانسپورتي خدمتونو وړاندې کول، له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ټرانسپورتي اړیکو پیاوړتیا او تامینول، خصوصي سکتور ته په دې برخه کې د پانګونې او لازمو اسانتیاوو زمینه سازي، د فساد ضد او رڼو سیستمونو رامنځته کول، د تشکیلاتي جوړښت مسلکي کول او په ټرانسپورتي سکتور کې بنسټیز اصلاحات د ټرانسپورت وزارت کاري لومړیتوبونه دي.
ښاغلي یاري زیاته کړه: د اقینې بندر د اورپټلۍ سټیشن د بشپړیدو، تجهیز او د ګاونډي هېواد ترکمنستان د اورپټلۍ د لیکې په وسیله د سیمې له اورپټلۍ سره د نښلیدو باوجود، د ملي یووالي حکومت له ریښتیني هوډ سره غواړي چې په شمالي ولایتونو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له لارې د فقر خلاف مبارزه وکړي.
د نوموړي په وینا د همدې لپاره، نن د آقینه - اندخوی د ۳۰ کیلومتره اورپټلۍ د عملي کار شاهدان یوو.
پر دې نوې پروژې شاوخوا ۳۰ میلیونه امریکایي ډالره کیږي او پر بشپړې شوې پروژې ۹،۳ میلیونه ډالره لګښت شوی.
د ټرانسپورت وزیر وویل: دا ټولګټې پروژې سربېره پر دې چې د یادو ولایتونو د ودې او پراختیا سبب کیږي، خلکو او په خاص ډول د اندخوی د څلورو ولسوالیو استوګنو ته په کارموندنه کې اساسي رول لري.
ښاغلي یاري هیله مندي وښوده، چې نوې پیل شوې پروژه پرټاکلي وخت په بریالۍ توګه بشپړه شي.
په دغو مراسمو کې ګډونوالو د اورپټلۍ پر ارزښت او ترکمنستان سره پر اړیکو هم خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د افغانستان د دولت له لورې تمویل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg9b8wrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته