کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني د اب بند ولسوالۍ پر مرکز موټربم برید شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1398 ساعت 9:34

نن سهار وختي د غزني ولایت پر اب بند ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري موټربم چاودنه شوې.



د یادې ولسوالۍ ولسوال جمعه خان ترکي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.
ولسوال وویل: زه په خپله هم په دغه برید کې برسېرن ټپي شوی یم.
دی زیاتوي، چاودنه سخته زوروره وه چې د ولسوالۍ مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
دغه چاودنه د یوه ټونس ډوله موټر په واسطه شوې ده.
د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې یو ځل بیا په غزني کې وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي
 


د مطلب کود: 189011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189011/د-غزني-اب-بند-ولسوالۍ-پر-مرکز-موټربم-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com