دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 189013
کندهار ښار کې پولیسو له ۵۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو ډک، مازدا موټر نیولی
د کندهار پولیسو د چاودیدونکو توکو ډک مازدا موټر نیولی چې څه باندې ۵۰۰۰ کیلو ګرامه مواد پکې ځای پر ځای شوي و.

د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین خان رسنیو  ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې له چاودیدونکو توکو بار دغه موټر یې په کندهار ښار کې نیولی دی. نوموړي له چاودیدونکو توکیو څخه د ډک دې مازدا موټر د نیول کیدو له امله خوښي ښوولې او  ویلي یې دي چې دغه ډول موټر بمونه تل ملکي وکړو ته زیانونه ور اړوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzwnzx23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته