دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 189017
د بلخ په چمتال کې د ملا نقیب په ډلګۍ هدفمنده هوایي برید کې ۷ وسله وال وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ملانقیب په ډلګۍ د افغان ځواکونو له لوری هدفمند هوایي بریدونه شوي چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو یوه قرارګاه ویجاړه شوې، ۷ تنه جنګیالي یې پکې وژل شوي او ۳ تنه ژوبل دي.

د یاد قول اردو مسولینو ویلي چې دغه عملیات تېره شپه ۲بجې د وسله والو طالبانو د دې مهم ډلګۍ مشر په ډله ترسره شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89b8zrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته