دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 189045
ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارلانشاء لغوه کړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارلانشاء لغوه کړه.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وړاندې خبریالانو ته د سولې شورا د لغوه کېدو ویلي وو، خو وروسته یې پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دغه فرمان یوازې د سولې شورا د دارلانشاء د لغوې په اړه دی.
ښاغلي صدیقي ویلي وو چې له دې وروسته به د دارلانشاء چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرمخ وړي.
د سولې شورا له څه مودې راهیسې تر نیوکو لاندې وه چې ګوندې په لسو کالو کې یې د سولې په برخه کې داسې کومه لاسته راوړنه نه لرله.
افغان حکومت څه موده مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ چې سلام رحیمي یې د دغه وزارت وزیر ونوماوه.
 
https://avapress.com/vdcc0oqsp2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته