کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارلانشاء لغوه کړه

5 اسد 1398 ساعت 17:07

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارلانشاء لغوه کړه.



د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وړاندې خبریالانو ته د سولې شورا د لغوه کېدو ویلي وو، خو وروسته یې پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دغه فرمان یوازې د سولې شورا د دارلانشاء د لغوې په اړه دی.
ښاغلي صدیقي ویلي وو چې له دې وروسته به د دارلانشاء چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرمخ وړي.
د سولې شورا له څه مودې راهیسې تر نیوکو لاندې وه چې ګوندې په لسو کالو کې یې د سولې په برخه کې داسې کومه لاسته راوړنه نه لرله.
افغان حکومت څه موده مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ چې سلام رحیمي یې د دغه وزارت وزیر ونوماوه.
 


د مطلب کود: 189045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189045/ولسمشر-غني-د-یوه-فرمان-له-مخې-سولې-عالي-شورا-دارلانشاء-لغوه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com