کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې د مخابراتي شبکو د خدماتو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

طلوع نیوز , 5 اسد 1398 ساعت 17:46

د بلخ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د خدماتو له بندېدو سره هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.



اته ورځې کېږي چې په بلخ کې د خصوصي مخابراتي شبکو خدمتونه بند شوي دي او یوازې یوه دولتي شبکه «سلام» په دغه ولایت کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
د بلخ یوه اوسېدونکې زلیخا وايي درې ورځې کېږي چې د سلام سیم کارټ د اخستو لپاره مزار شریف کې یو پلورنځي ته راځي. وايي، یو زوی یې سرتېری او بل زوی یې بیا له هېواد د باندې دنده لري، خو نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د برخلیک په اړه یې خبر نه لري.

د مزار شریف اوسېدونکې زلیخا زیاته کړه:«یو زوی مې عسکر دی، په سنګر کې دی او بل زوی مې په ایران کې دی، دلته راغلې یم څو سیم کارټ واخلم او د هغوی له احواله خبره شم ځکه چې اختر نږدې دی. خو سیم‎کارټ نه راکوي له ډېر تګ راتګه ستومانه شوې یم.»
محمد نظر د فاریاب اوسېدونکی دی، خو مزار شریف کې دنده لري. دی وايي، له هغې ورځې چې دې ولایت د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی، د خپلې کورنۍ په اړه مالومات نه لري.
نږدې یوه اوونۍ کېږي چې مزار شریف کې د حکومت له خوا د مخابراتي شرکتونو فعالیت بند شوی دی. چارواکي وايي، د شبکو فعالیت یې ځکه ور بند کړی دی چې شبکې له طالبانو سره لار لري. اوس د مزار شریف اوسېدونکي د سلام سیم کارټ د اخستو لپاره د دې شرکت څانګو ته ورځي.
د خصوصي شبکو فعالیتونه هغه مهال مزار شریف کې د حکومت له‌خوا بند کړل شول چې دې شرکتونو شپه مهال د ګواښونو له کبله خپلې چارې ودرولې.


د بلخ د مخابراتو ريیس محمد تقی پویا وايي تر هغې چې دغه شرکتونه ژمنه ونه کړي چې په ۲۴ ساعته توګه فعالیت کوي، هغوی ته به د فعالیت اجازه ورنه‎کړل شي.
هغه زیاتوي:«د همدې ستونزې په اړه بحثونه روان دي. او تر هغې دا بهیر دوام پیدا کوي چې دی ژمنه ونه کړي. که‎چېرې ژمنه وکړي چې په څلرېوشت ساعته توګه فعالیت کوي، والي به لارښونه وکؤي چې شرکتونه پرانیستل شي.»
که څه هم و نه توانېدو چې په دې اړه بلخ کې د مخابراتي شرکتونو نظر واخلوو، خو چارواکي بیا وايي، دا شرکتونه د خپلو شپني فعالیتونو په درولو سره دښمن سره مرسته کوي او له همدې کبله یې باید ورځني فعالیتونه هم بند کړي
 


د مطلب کود: 189048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189048/بلخ-کې-د-مخابراتي-شبکو-خدماتو-بندېدو-خلک-له-ستونزو-سره-مخ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com