دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 189085
خوست کې د طالبانو پر ضد قومي پاڅون پرمهال ۶ طالب اورپکي وژل شوي
امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې هغه مهال د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي چې، کله ددغې ډلې جنګیالیو د سیمې اوسیدونکي چې د دوی د ورانکاره کړنو په وړاندې یې پاڅون کړی و، محاصره کړي وو.

د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت او پولیسو ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو اړوند د ورزی په سیمه کې هغه مهال عملیات ترسره کړي چې، وسله والو طالبانو د سیمې خلک محاصره کړي وو، چې وروسته د ملي امنیت او پولیسو ځانګړو ځواکونو د ولسي خلکو په همکارۍ اپه یاده سیمه کې پر وخت عملیات ترسره کړي چې، په پایله کې ۶ تنه وسله والو وژل شوي او ۱۲ نور تپیان دي.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د اوسېدو ځای او یو ډیپوه چې دوی به پکې وسلې او مهمات ساتل د ملي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده او په خبره یې ۳ عرادې موټرسیکلونه یې هم په بشپړ ډول له منځ تللي دي
بلخوا د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ په نهار سېمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دی.
په خوست کې د دوهمې سرحدي لوا د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، تېره ورځ یې ځواکونو له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ددغې ډلېد قطعي یو قومندانتسل او ورسره ملګریاکرام الله په ګډون ۷ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
دخبرپانې له مخې په نښته کې له وسلوالو مخالفینو څخه څلور عراده موتر سایکل، دوه میله کلاشنکوف او یو قبضه راکت انداز د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دي.
که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه پدې اړه څه نه دی ویلي، خو افغان ځواکونو وایي چې په نښته کې ورته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7y9qnak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته