د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن یکشنبه ته وویل، چې لومړی یو ځانمرګي په اب بند ولسوالۍ کې د حکومت د ملاتړو پاڅونوالو پر امنیتي مرکز له چاودېدونکو موادو ډک هاموي ټانک ته چاودنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه څلور حکومت پلوي پاڅونوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د اب بند ولسوال جمعه خان ترکي بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه چاودنه کې د پاڅونوالو ترڅنګ ۲۰ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي، چې ښځې او شومان هم پکې شامل دي.
ولسوال وویل، چې د دغه چاودنې له امله د هستوګنې لس کورونه هم تخریب شوي دي.
د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)