دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 189103
کابل کې چاودنه شوې
چاودنه نن د یکشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې او ۴۰ دقیقې، د کابل په پنځلسمه حوزه کې د شهید څلور لارې ته نږدې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چاودنه تائيد کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښه د اورانوس هوټل مخې ته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي، په سیمه کې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی، چې په کې خلکو ته مر‌ګ‌ژوبله او اوښتې ده.
د دوی پر وینا له چاودنو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اوردیل کیږي.
په دې اړه تفصیل وروسته وړاندې کیږي.
https://avapress.com/vdchvwnzx23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته