دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 189108
کابل کې د امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید شوی دی
افغان امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې کابل په څلورمه حوزه کې نن یکشنبه د ملي امنیت پخواني رئیس او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایي، نوموړی له دې بریده روغ وتلی دی.

رپوټونه وایي "د افغانستان زرغون خوځښت " پر دفتر، چې ښاغلی صاحل یې مشري کوي، موټر بم برید شوی دی او وسله وال بریدګر اوس د دفتر ودانۍ ته ور ننوتلي دي او له هغه ځایه پر امنیتي کسانو ډزې کوي.
د برید پر وخت پخپله امرالله صالح په دفتر کې موجود و، خو د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی صالح له بریده روغ وتلی او خوندي ځای ته رسول شوی دی.
تر دې دمه کومې ډلې د ډې برید مسئولیت نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په دې برید کې تر دې دمه یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې هم پر افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي، چې ګڼو هغو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ هم د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی و.
پر هماغه ورځ د کابل ډسپیچري کې هم د موتربم چاودنه وشوه، چې پکې ۱۱ ولسي وګړي وژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoqs42bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته