دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 189132
په کابل کې په پروني برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي
په کابل کې د افغانستان د زرغون بهیر پر دفتر په پرونۍ حملې کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.
د دې برید د مرګ ژوبلو دا شمېر د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي نن سهار پر خپله ټوېټرپاڼه اعلان کړ.
مخکې ویل شوي وو چې په دې برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه د برید د پای ته رسېدو خبر لیکلی و او هم یې ویلي وو چې امنیتي ځواکونو د برید له ساحې ۸۵ ایسار شوي خلک ژغورلي دي.
د زرغون بهیر غورځنګ مشر او د ولسمشر اشرف غني مرستیال کاندید امرالله صالح له دې بریده روغ وتلی دی.
د ده پر دفتر برید بېګا ناوخته پای ته ورسېد.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا برید د ولسمشرۍ کاندیدانو او ځینو هېوادونو په کلکه غندلی دی.
د امرالله صالح د ګوند زرغون بهیر دفتر چې پرون دا برید پرې وشو، د کابل د پنځلسمې حوزې په سیمه کې د تایمني پروژې او هوايي ډګر د سړک ترمنځ موقعیت لري.
د یکشنبې په مازیګر دغه برید د سیمې خلک سخت ویرولي وو او وايي چې د چاودنو غږ ډېر زورور و.
د کابل اوسېدونکي او د یاد برید یوه شاهد محمد خیبر ازادي راډيو ته وویل: ډېر اوچت غږ یې و، د دې سیمې پنځه سوه مترۍ کې یې د کورونو ټولې ښيښې ماتې کړي.
د کابل یوه بل اوسېدونکي حمید هم چې سیمې ته نږدې و، ازادي راډیو ته وویل: موټر بم و، چاودنه یې کړې، انتحاري برید هم شوی، موږ چې له دې ساحې ووت، د درېیمې چاودنې غږ مو هم واورېد.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټیم ویاند رضوان مراد د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی صالح له بریده روغ وتلی خو دوی د کمپاینونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.
ده وویل: لومړی دا چې یو ځل بیا خلکو ته اطمینان حاصل شي چې د دولت جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال صالح صاحب له دې حملې چې د مازیګر شااوخوا څلور بجې وه، روغ وتلی دی، د دولت جوړوونکي ټیم او د دغه ټیم پلویان ټول له امنیتي وضعیته اندېښمن دي، امنیتي تدابیر په هغه صورت کې چې شاید او باید د انتخاباتي کمپاینونو لپاره وي، هغه تر اوسه نه دي نیول شوي.
د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو په لومړۍ ورځ دغه برید ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني په خپل ټوېټر لیکلي چې د انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال یې امرالله صالح له یوې پیچلې حملې ژوندی وتلی.
افغان ولسمشر او جمهوري ریاست ته کاندید اشرف غني، افغان اجرائیه رئیس او ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ګڼ نور افغان سیاستوال ماښام مهال د صالح پوښتنې ته ورغلي وو.
پاکستان اروپايي ټولنې دا برید غندلی، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې خاص استازي رولاند کوبیا په خپله ټوېټرپاڼه بریدګرو ته په خطاب کې ویلي چې ملکیان او سیاستوال یو هم باید ونه وژل شي او له دې لارې د انتخاباتو د وژلو هڅې مه کوئ.
هغه ویلي چې اروپايي ټولنه د ده په خبره د دغو "وحشي ګریو پر ضد ولاړه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم لیکلي چې هېواد یې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پر مرستیال کاندید امرالله صالح برید په کلکه غندي او د انتخاباتو د پروسې لپاره د افغانانو کلک ملاتړ کوي.
پر امرالله صالح د دغه ډله ییز برید مسؤلیت تر یکشنبې ناوخته چا نه و منلی، خو دی یو له هغه کسانو دی چې تل یې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد دریځ خپل کړی او پر هغوی یې تُندې نیوکې کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthev8uqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته