کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونما: په ټاکنیزو کمپاینونو کې باید له رسمي موقف نه استفاده ونشي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1398 ساعت 14:09

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» د ولسمشریزو ټاکنو له ټولو نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې چې، ټاکنو قانون د اصولو سره یم خپل ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.



د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه پرون یک شنبه پیل شول او دا لړۍ به تر ۶۰ ورځو پورې دوام ولري او د رای ورکونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې به پای ته ورسیږي.
د یونما په خپره شوې اعلامیه کې له ټولو چارواکي غوښتنه شوې چې له دولتې امکانانو د کوم ځانګړي نوماند په ګټه استفاده ونکړي.
په اعلامیه کې راغلي: « ټولې ډلې باید د ولسمشر د فرمان په ګډون چې حکومتي کارکونکي او امنیتي ځواکونه یې په ټاکنیزو چارواکې له لاس وهنې منع کړي دي، د قانون پراساس له خپلو مکلفیتونو خبر وي.ټول حکومتي چارواکي له قانوني اړخه مکلف دي، چې په حکومت کې خپل کارونه له کمپاینونو څخه جلا او د کوم مشخص کاندید په ګټه له خپل موقف څخه ګټه پورته نکړي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په لومړۍ ورځ د ۱۸نوماندانو له ډلې درېیو نوماندانو محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ خپلو ملاتړو ته په وینا سره په رسمي ډول کمپاین پیل کړ.
یونما یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت ټاکنو د ترسره کیدو د ژمنې پر دوام ټینګار کړی او له حکومت او نورو برخه والو غواړي، چې د ولسمشرۍ لپاره پر وخت، روښانه او د باور وړ ټاکنې ترسره کړي.
یادونې وړ ده چېپرون یکشنبه د ټاکنیز کمپاینونو د پیل په لومړۍ ورځ تېره د محمد اشرف غني د ټاکنیز ټیمد لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید وشو چې په ترڅ کې یې د څلور امنیتي سرتېرو په شمول ۲۱ تنو ژوند له لاسه ورکړل او ۵۰ ولسي وګړي ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 189147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189147/یونما-په-ټاکنیزو-کمپاینونو-کې-باید-له-رسمي-موقف-نه-استفاده-ونشي

آوا
  https://www.avapress.com