دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 189164
نیکولاس کي: د افغان مُلکیانو په وړاندې تاوتریخوالی د بښلو نه دی
په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی، د افغان مُلکیانو په وړاندې تاوتریخوالی نه بښوونکی ګڼي او د دغو تاوتریخوالي پر پای ټينګار کوي.

ښاغلي کي دا څرګندونې نن (دوشنبې د زمري په ۷مه)کابل کې د چین سفیر د مخې ښې په مراسمو کې وکړې. 
افغانستان کې د ناټو مُلکي استازي، کابل کې د تېرې ورځې برید ته چې په هغه کې ۲۰ تنه مړه او ۵۰ تنه نور تپيان شول په اشارې سره وویل چې دا تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دي.
د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي:«که دا برید د طالبانو کار وي؛ ښيي چې د خلکو اراده چې سوله غواړي نه مني. د افغانستان خلک سوله غواړي. طالبان باید تاوتریخوالی پایته ورسوي او د خلکو د ارادې درناوی وکړي. د سولې بهیر دوام لري او موږ د افغان حکومت او سفیر خلیل زاد له هڅو ملاتړ کوو او افغانان رابولي چې په یوه پیاوړي او یوموټي ټیم سره له طالبانو سره بین الافغاني خبرو ته چمتو واوسي څو له طالبانو سره کښېني او خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.»
تېره ورځ څلورو بریدګرو د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح پورې اړوند «زرغون بهیر» دفتر برید وکړ.
تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
په افغانستان د ناټو استازی وایي چې دغه راز پېښې یو ځل بیا پر یوې سوله‎ییزې حل لارې ټینکار کوي.
ښاغلي کي څرګنده کړه:«نړیوال همکاران او ناټو د سولې په تمه دي. موږ کار کوو څو د داسې سولې چې د وروستیو اتلسو کلونو د لاسته راوړڼو درناوی وکړي او دغه راز ټولو افغانانو ته امنیت راولي زمینه برابرو کړو.»
 د چین سفیر د مخې ښې پر مهال په خپلې وروستۍ وینا کې د افغانستان خلک له جګړو او تاوتریخوالي کړېدلي بولي او ترهګري د چین او افغانستان ګډ دښمن بولي.
په کابل کې د چین سفیر لیو جنسانګ زیاته کړه:« ترهګرۍ د چین او افغانستان ګډ دښمن دی. زموږ هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزې او د توندلارو افکارو په پاکولو کې له یو بل سره مرسته کوي.»
چین یو له هغو هېوادونو دی چې د اقتصاد، کلتور، استخباراتو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او قضايي او تحصیلي سسټم په برخو کې له افغانستان سره پخوانۍ اړیکې لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepo8zejh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته