دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 189167
ولسمشرۍ ماڼۍ: افغانستان ته د عمران خان سفر وروستۍ شوی نه دی
ولسمشرۍ ماڼۍ، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د احتمالي سفر په اړه د رپوټونو په غبرګون کې وايي چې کابل ته د عمران خان سفر تراوسه وروستی شوی نه دی.

له هغې وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر واشنګټن ته د سفر پرمهال له طالبانو سره د سولې خبرو د زمینې د برابرولو په موخه له ولسمشر غني سره د لیدنې خبر ورکړ، اوس ځینې پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې عمران خان به ډیر زر کابل ته راشي.
خو نن سهار (دوشنبې د زمري په ۷مه)، یوې پاکستانۍ رسنۍ «دنشن» رپوټ خپور کړی چې ټاکل شوې ده عمران خان ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي او د سولې خبرو اترو په اړه له افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي. 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې تراوسه وخت ډېر دی چې وویل شي کابل ته د عمران خان احتمالي سفر به د سولې پر خبرو اغېزه وکړي او که نه؟
د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي زیاته کړه:«تراوسه جزیات نشته چې کله دوی (عمران خان) افغانستان ته سفر کوي او د سفر اجنډا یې څه ده؛ تراوسه وخت ډېر دی. تراوسه د هغوی د سفر لپاره نېټه تعیین شوې نه ده.»
له بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي ولسمشر غني له طالبانو سره په خبرو کې ځینې ملاحظات لرل خو اوس د پاکستان لخوا دا ملاحظات رفع شوي دي.
قریشي زیاتوي په سیمه کې یو شمېر کړۍ د سولې پر خلاف دي او ډېر ژر به دا کړۍ په ډاګه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي:«عمران خان تل ویلي که موږ غوښتي وي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي باید یوه سیاسي حل لار ولټوو.»
اخوا د سولې د خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي اوه تنه به د ولسمشر غني او اجراییه رییس او اوه نور د مدني ټولنې، ګوندونو او سیاسي بهیرونو او ښځو په استازیتوب دوې اوونۍ وروسته په ناروې کې د افغانانو ترمنځ ناسته کې ګډون وکړي.
د سیاسي چارو شنوونکی فیض محمد ځلاند په دې اړه څرګندوي:«خبرې اترې بل پړاو ته ځي چې بین‎الافغاني خبرې دي. دې خبرو کې دوه برخې شاملې دي؛ لومړی برخه دیالوګ دی چې په هغه کې د مذاکراتو د پیل په اړه بحث کېږي. د دیالوګ په پړاو کې، نهه تنه له طالبانو او اووه تنه د ولسمشر غني او عبدالله او اووه تنه نور هم سیاسي، مدني فعالانو او ښځو استازي به وي.»
خو د سولې د خبرو په اړه ځینې نورې سرچینې بیا وايي ترهغه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه وروستۍ نه شي په ناروې کې به د افغانانو ترمنځ خبرې ونه شي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnzq23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته