کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې دوه امریکایي سرتېري ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 اسد 1398 ساعت 9:42

په افغانستان کې دیره امریکایي ځواکونه وايي چې دغلته یې دوه عسکر وژل شوي دي.



د قاطع ماموریت د ملاتړ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا دوه عسکر د دندې پر مهال وژل شوي دي، خو د هغوی نومونه، د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی نه دي ښودل شوي.
په سیمه کې زموږ خبریال وایي چې دا پېښه د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اوردو په يوه قرارګاه کې دننه شوې ده.
برید د ملي اردو په لباس کې یو وسله وال کړي امنيتي مسئولين وايي چي بهرنيو عسکرو بریدګر په ټپي حالت کې له ځان سره بیول دی. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو وياند تورن محمد صادق عيسی د پېښه تائيد کړه خو په اړه يې نور معلومات ور نکړل.
خو د کندهار يوه جګ پوړي امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چي بهرني عسکر له افغان نظاميانو سره په سلا مشوره بوخت وو چي پېښه رامنځ ته شوه.
سرچينې وویل "د هوايي ډګر څخه بهرني نظاميان چي امريکايي سرتيري وو د اوردو کمپ ته راغلي وو د ناستي پر مهال د ملي اردو يوه سرتيري پرې بريد کړی دوه امريکايي عسکر په پېښه کې وژل شوي او بريد کونکی افغان عسکر هم د امريکايي سرتيرو لخوا ټپي شوی او هغوی له ځان سره وړی".
تر اوسه لا د پېښي اصلي لامل ندی څرګند. دا دوه امریکایي عسکر داسې مهال وژل کیږي چې امریکا تر بل هر وخت اوس زیات له طالبانو سره د سولې خبرو ته زور ورکړی او هڅې روانې دي چې کومې نتیجې ته ورسیږي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو لړۍ پیل کړي.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي عسکر دیره دي چې افغان ځواکونه روزوي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.
په افغانستان کې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
 


د مطلب کود: 189184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189184/افغانستان-کې-دوه-امریکایي-سرتېري-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com