کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کال د نیمايي راپور ښيي چې ۳۸۱۲ تنه ملکیان وژل شوي او ټپیان شویدي

8 اسد 1398 ساعت 14:34

په افغانستان کې روانه جګړه په دوامداره توګه پر ملکیانو ویجاړوونکې اغیزې پرې باسي. د ملګرو ملتونو وروستي راپور چې نن خپور شو د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۸۱۲ تنه ملکي تلفات ثبت کړي، چې (۱۳۶۶ تنه یې وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور یې ټپیان دي).




په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال ورته مودې پرمهال چې د ملکي مرګ ژوبلې د لوړوالي له کبله ریکارډ لرونکی کال بلل کیږي، د سږکال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ۲۷ په سلو کې کمه شوې ــ ملګري ملتونه په اندیښمنونکي ډول د روان کال په دویمه ربع کې د لومړۍ هغې پرتله ۲۷ په سلو کې زیاتوالي ښيي.
ملګري ملتونه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې د جون تر۳۰مې موده کې د ملکي تلفاتو په کچه کې د کموالي هرکلی کوي، خو ښکاري، چې ملکیانو ته دور اوښتي زیان کچه ټکان ورکونکي او د نه منلو وړ ده. د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) مني، چې ښکیلو ډلو د ملکي تلفاتو د کموالي لپاره دیولړ هڅو خبر ورکړ، خو دا هڅې کافي نه دي او تردې ډیر څه باید ترسره شي.
ملګري ملتونه دملکي تلفاتو د کمیدو او صفرکیدو په تړاو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۷ او ۸ مه په دوحه کې د ټولو ښکیلو افغان ګډونوالو لخوا د بین الافغاني خبرو اترو په ګډه اعلامیه کې په ډاګه شول.
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتووايي: ”د دوحې په خبرو کې د افغان استازو پیغام ټولو په روښانه ډول واوریده چې ــ ” ملکي تلفات صفر کړئ. “ ښاغلي یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی زیاته کړه: ” موږ له ټولو ډلو غواړو، چې دغې سپارښتنې ته پام وکړي او د خطرناکو زیانونود کمولو لپاره دې د بیړنيو ګامونو د پورته کولو په برخه کې د افغانانو غوښتنو ته ځواب ورکړي“.
د حکومت مخالف عناصر بیا هم د ملکي تلفاتو د لویې برخې مسوولت لري، خو د کال په دویمه ربع کې د حکومت مخالفو عناصرو پرتله دحکومت پلوو ځواکونو لخوا د ملکیانو مړینه زیاته شویده.
ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو ترټولو مخکښ لامل پاتې شوی. سره له دې چې د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نیمايي پرتله له دې اړخه د ملکیانو مرګ ژوبله کې ۱۶ په سلو کې کموالی راغلی، خو بیا یې هم په روان کال کې د ټولو تلفاتو یو پردریمه برخه خپله کړې. د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه، په خاص ډول له ځانمرګو پرته بریدونه دملکي تلفاتو دویم لامل دی، چې د ټولو تلفاتو ۲۸ په سلو کې له دې درکه رامنځ ته شویدي. ۱۴ په سلو کې نور تلفات د هوايي عملیاتو له کبله رامنځ ته شویدي.
یوناما د ټولو ملکي تلفاتو ۵۲ په سلو کې حکومت مخالفو عناصرو ته منسوبوي، چې ۳۸ په سلو کې دطالبانو، ۱۱ په سلو کې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان ډلې او ۳ په سلو کې نور یې دنا مشخص شویو حکومت مخالفو عناصرو لخوا رامنځ ته شویدي.
د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نیمايي پرتله د ۲۰۱۹ کال په دویمه نیمايي کې د حکومت مخالفو عناصرو لخوا د ملکي تلفاتو په کچه کې ۴۳ په سلو کې کموالی راغلی دی. دغه کموالی په مشخص ډول د ځانمرګو او ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو له اړخه رامنځ ته شوی. د حکومت پلوه ځواکونو لخوا په ملکي تلفاتو کې ۳۱ په سلو کې ډیروالی راغلی په خاص ډول دغه ډیروالی د پلټنې اوهوايي عملیاتو له اړخه زیات شویدی.
د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر۳۰مې نیټې، د حکومت مخالفو عناصرو لخوا ۱۹۶۸ تنه ملکي تلفات رامنځ ته شوي چې (۵۳۱ تنه وژل شوي او ۱۴۳۷ ټپیان) دي. د ځانمرګو او پیچلو بریدونو له اړخه ملکي تلفاتو کې یوڅه کموالی راغلی، په خاص ډول د داعش لخوا ترسره شویو بریدونو کې.
یوناما د حکومت مخالفو عناصرو لخوا په قصدي ډول پرملکيانو د بریدونو له اړخه د ۹۸۵ تنو مرګ ژوبله (۳۰۶ تنه مړه او ۶۷۹ تنه ټپیان) ثبت کړې، چې حکومتي چارواکي، قومي مشران، مرستندویه کارکونکي، دیني عالمان، ملایان او په مذهبي او کلتوري ځایونو بریدونه پکې شامل دي. یوناما یوځل بیا تکراروي، چې د حکومت د ملکي کارکونکو او غیر نظامي کسانو په ګډون ملکیان چې په مستقیم ډول په جګړو کې برخه نه لري، باید په هیڅ ډول د بریدونو موخه ونه ګرځي. یوناما پرحکومت مخالفو عناصرو غږ کوي، چې د نړیوال بشردوستانه قانون پراساس له ملکیانو او غیر نظامي کسانو یو تعریف ولري.
د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، یوناما حکومت پلوه ځواکونو ته د ۱۳۹۷ ملکيانو مرګ ژوبله منسوبوي چې (۷۱۷ وژل شوي او ۶۸۰ ټپیان دي)، چې دا د ۲۰۱۸ کال ورته مودې پرتله ۳۱ په سلو کې زیاتوالی ښيي. حکومت پلوه ځواکونو ته د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې د ټولو تلفاتو ۳۷ په سلو کې راجع کیږي، چې (۱۸په سلو کې د افغان امنیتي ځواکونو، ۱۲ په سلو کې د نړیوالو نظامي ځواکونو، ۲په سلو کې د حکومت پلوه وسله والو ډلو او پاتې نور یې د نا مشخص شویو مختلفو حکومت پلوو ځواکونو لخوا رامنځ ته شویدي).
د هوايي عملیاتو له کبله ۵۱۹ تنه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶۳ تنه وژل شوي او ۱۵۶ تنه ټپیان)، چې ۱۵۰ تنه یې ماشومان دي، چې (۸۹ وژل شوي او ۶۱ ټپیان) دي. د هوايي بریدونو له کبله د رامنځ ته شویو ټولوملکي تلفاتو په کچه کې ۳۹ په سلو کې زیاتوالی ښي. په داسې حال کې چې د ټپیانو په کچه کې کموالی راغلی، خو د وژل شویو شمیرڅه باندې دوه برابره شویدی، چې ددغه تاکتیک وژونکی ځانګړتیا په ډاګه کوي. یوناما په دوامدار ډول د هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه خپله اندیښنه په ډاګه کوي، په ځانګړي ډول هغوی چې د افغان ځواکونو په ملاتړ پرملکي تاسیساتو ځمکني او هوایي بریدونه کوي.
یوناما د هوايي بریدونو له اړخه د رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو ۸۳ په سلو کې نړیوالو نظامي ځواکونو ته ، نهه په سلو کې افغان هوايي ځواکونو ته او پاتې اته په سلو کې نا مشخص شویو حکومت پلوه ځواکونو ته راجع کړې.
ښځې په دوامداره ډول په افغانستان کې د جګړو له اړخه په لویه کچه اغیزمنې دي. د ۲۰۱۹ کال د جون تر ۳۰مې پورې، د جګړو له کبله ۴۳۰ ښځو (۱۴۴ وژل شوي او ۲۸۶ ټپیانې شوې) ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د تیرکال ورته مودې پرتله ۲۲ په سلو کې کموالی پکې راغلی دی.
ماشومانو ته ور اوښتي تلفات د ټولې ملکي مرګ ژوبلې دریمه برخه جوړوي، چې ۳۲۷ تنه یې وژل شوي او ۸۸۰ تنه ټپیان شویدي. د جګړې د پاتې ناچاوده توکو له کبله د ټولو ملکي تلفاتو لوی اکثریت یانې ۸۴ په سلو کې ماشومان دي.
د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرریچارډ بنیټ وايي: ”د جګړې ښکیلې غاړې کیدی شي د ملکي تلفاتو د وروستي څرنګوالي په اړخه مختلف توجیهات وړاندې کړي او هریو یې خپل نظامي تاکتیکونه توجیه کړي. هغه زیاته کړه: ”حقایق داسې دي، چې د ملکیانو د تلف کیدو د مخنیوي په تړاو یوه مشخصه هڅه، نه یوازې نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی، بلکې د جګړې د شدت کموالی، دملکي افغانانو مصیبت او غم کموي. “
د۲۰۱۹ کال د نیمايي راپورـــ په وسله واله شخړه کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه ډیر معلومات کیدی شي د یوناما پر ویبپاڼه پر دې ادرس ومومئ
 


د مطلب کود: 189207

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189207/د-کال-نیمايي-راپور-ښيي-چې-۳۸۱۲-تنه-ملکیان-وژل-شوي-او-ټپیان-شویدي

آوا
  https://www.avapress.com