ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.
ارګ: امریکا ډاډ راکړی چې د سرتېرو کمول به شرایطو ته په کتو تر سره کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 اسد 1398 ساعت 14:43
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه ډاډ ولسمشر محمد اشرف غني ته په وروستي ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.
مایک پمپیو تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ د تېرو تاکنو په کمپاینونو کې ویلي وو چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي کیږدي.
خو واک ته له رسېدو وروسته یې افغانستان ته نور ځواکونه واستول او د خپلو قومندانانو واکونو یې هم زیات کړل.
په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو راپورونه یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کېږي، چې ټاکل شوې روانه میاشت په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې پيل شي.
د دغه خبرو یو مهم اړخ هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د دواړو لورو موافقه ده چې تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.
په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي عسکر مېشت دي چې د ماموریت عمده برخه کې د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دي.
په افغانستان کې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
د مطلب کود: 189209