دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 189210
بغلان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د تېرې شپې جګړې پر مهال ۵۲ طالبان وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د دې قول اردو د دوهمې لوا د منسوبینو او وسله والو طالبان ترمنځ تېره شپه د بغلان ولایت د هنه غوري ولسوالۍ په تپه قرغان او بیز قرغان سیموکې درنه جګړه شوې چې پرمهال یې ۵۲ وسله وال ترهګر وژل شوي دي او ۳۳ ټپیان دي.
ځایي چارواکي وایي چې د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په تپه قرغان او بیس قرغان سیمو کې د وسله والو طالبانو ډلییز بریدونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، او په ځوابیه هوایي او ځمکني حملو کې دښمن ته مرګوني تلفات ور اوښتې او له په جګړه کې یې کلکه ماتي خوړلې ده.
خامه پریس ته د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په را رسیدلې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دې جګړه کې یو mm 82 توپ، څور کلاشینکوفونه، پیکاوې او RPG7 راکټونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې د تېرې شپې په جګړه دغه ور اوښتې تلفات له حقیقته لرې ګڼي وایي چې په دې جګړه کې د دوی یوازي ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcgqy9qzak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته