دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 189213
د افغانستان له ۱۶ کلونو د ټېټ عمره فوټبال ملي ټیم لوبغاړو، ایران ته ماتي ورکړه
د افغانستان له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر لرونکي فوټبال ملي ټیم لوبغاړو پرون دو شنبه د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې، د ایران له ۱۶ کلونو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې ته ماتي ورکړې ده.

د مرکزي اسیا هېوادنو  له ۱۶ کلونو د ټیټ عمره ځملیانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کیږي افغانستان تر دې مهال د دې سیالیو بهیر کې ۳ لوبې کړې دي چې دوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
پرون  د ایران پر وړاندې سیالۍ کې افغان زلمکي ذاکر حسیني د یوه ګول په وهلو سره د ایران فوټبال ټیم ته یو پر صفر ماتي ورکړې ده.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په دغې پرونۍ لوبه کې د دواړو هېوادونو ديپلوماتانو هم ګډون کړی و.
ټاکل شوې افغان لوبغاړي نن سې شنبه د ازبکستان له لوبډلې او د پنجشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان لوبډلې سره مخامخ شي.
 
https://avapress.com/vdcjvhevtuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته