دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 189224
سپین بولدک کې چاودنې ۳ تنه وژلي ۲۳ ټپیان دي
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر سایکل چاودنې ۳ تنه وژلي او۲۳نور یې ټيان کړي دي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر سایکل چاودنې ۳ تنه وژلي او۲۳نور یې ټيان کړي دي.
دغه پېښه نن سې شنبه د سپين بولدک ولسوالۍ په کنج بازار کې سهار څه باندي ۹ بجې رامنځته شوې ده.

ارگ وایی: په خواشینۍ سره وسله والو طالبانو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د تروریستي بریدپه پایله کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه بریدد غندلوپرمهال پرماشومانو، ملکي وګړواو تاسیساتو برید، زموږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید وباله او وې ویل، د دغه ډول بریدونو خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره عاملین به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسول شي.
 
https://avapress.com/vdcb59b8arhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته