دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 189226
د افغانستان او چین د امنیتي کمیسیون دوه یمه ناسته تر سره شوه
په کابل کې د افغانستان او چین د دوه اړخیز امنیتي کمیسیون دوه یمه ناسته تر سره او په کې د تروریزم پر وړاندې پر ګډو هڅو او مبارزې بحثونه او خبرې راوڅرخیدلې.

دغه ناسته د افغانستان د ملي امنیت شورا د مرستیال عتیق الله نوشېر او د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ښاغلي چینګ ګیوپنګ له لوریو رهبري شوې ده.
دواړو لوریو پر روان امنیتي وضعیت بحث او خبرې کړي او له یو لړ ګډو ګواښونو یې یادونه هم کړې ده.
په دې ناسته کې ټینګار شوی؛ کله کله د تروریزم، مخدره توکو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه ګډ کار ته اړتیا پېښیږي، چې په وړاندې یې باید  ګډه مبارزه وشي. دواړو خواوو په دې اړه د همکارۍ هوکړه هم وکړه.
دغه راز د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د شته اسنادو د وروستي کولو په اړه د هڅو پر چټکتیا پرېکړه شوې او دغه راز ناستې به د غوره همغږۍ په موخه روانې وساتل شي.  
د چین او افغانستان د امنیتي کمیسیون لومړۍ ناسته تېر کال په بیجنګ کې جوړه شوې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxn0f9yt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته