دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۲
د مطلب کود : 189230
صدیقی: امریکا افغانستان وضعیت ته په کتو سره خپل عسکر کموی
د افغانستان حکومت وايي چې امریکا به د افغانستان شرایطو ته د کتلو پر اساس په دې هېواد کې د خپلو عسکرو شمېر کموي.

 

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن د جولای په دېرشمه پر ټوېټر لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته په وروستي سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې د امریکا د حکومت ستراتيژي د افغانستان په اړه نه ده بدله شوې.

مایک پامپیو د جون په پنځه ویشتمه په کابل کې و او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې خبرې وکړې.

https://avapress.com/vdcip3azut1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته