کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رسنۍ:

شاید آمریکا او طالبان پنجشنبه د سولې تړون امضا کړی

9 اسد 1398 ساعت 7:36

پاکستان رسنۍ ریپورت ورکړی دی چی ددی احتمال شته چی آمریکا او طالبانو سولې تړون د آګست میاشتی په لومړۍ نیټه، ترسره شی؛ دا تړون به افغانستان څخه آمریکایی ځواکونو وتلو لاره همواره کړی.


 

 

د پاکستان خبری رسنیو په ریپورت او لوړپوړو دیپلماتانو څخه په نقل سره، ملا عبدالغنی برادر، د طالبانو له لوری به د مذاکراتو رهبر وی او زلمی خلیلزاد هم د آمریکا مذاکره کوونکې ټیم رهبری په غاړه ولری او ټولو احتمالاتو ته په کتو سره، پنجشنبه ورځ۰(اګست میاشتی لومړۍ نیټه) تاریخی تړون به د قطر په دوحه کې ترسره شی.

د همدی دیپلماتیک سرچینی څخه په نقل سره، د توافق نامه رسمی اعلان نه مخکې، دواړه لوری د پیش نویس یا مخکې لیکنې تنظیم په حال کې دی چی مقصد یی د اوربند تضمین لپاره سولې رویه ارتقا او همدارنګه د طالبانو تعهد چی هیواد کې هغوی کنترول سیمی د نورو تروریستی ډلو ګټه اخیستنې څخه لیری وی، دی.

پاکستانی ارشد دیپلماتان همدارنګه د تړون امضا په مقصدو دوحه کې به حاضر شی.

ملا هیبت الله، طالبانو رهبر هم اخیرو دوو اونیو کې چی سولې له نظره افغانستان لپاره حیاتی دی، احتمالآ به پاکستان ته سفر ولری ترڅو عمران خان او جنرال قمر جاوید باجوا د هغه هیواد اردو ستاد کل سره لیدنه وکړی.


د مطلب کود: 189237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189237/شاید-آمریکا-او-طالبان-پنجشنبه-د-سولې-تړون-امضا-کړی

آوا
  https://www.avapress.com