دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 189240
له بهرنۍ همکارۍ پرته افغان ځواکونه امنیتي چارې پرمخ نشي بیولی- سیگار
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو عمومی مفتش یا د سیگار مشر وایي له بهرنیو مرستو نه پرته د افغانستان امنیتي ځواکونه له اقتصادي او تکنیکي پلوه خپلې دندې پرمخ بیولی نشي.

ساپکو وايي دافغانستان د حکومت داداري فساد ضد ستراتیژۍ باندې دویم رپوټ لیکو او دا د کانگرس له خوانه غوښتل شویدي. هغه زیاته کړله چې اداري فساد لاتراوسه پورې په افغانستان کې یوه ستونزه ده، او داستونزه به لادوام ولري ترڅو چی دافغانستان حکومت د اداري فساد په ورکولو کې ډیر سخت دریځ غوره نکړي.
موږ په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د اداري فساد ضد ستراتیژي ارزولې اوکتلې ده چې څنگه ېې تعمیلوي. موږ دافغانستان د حکومت د اداري فساد ضد ستراتیژۍ باندې دویمهمدا اوس په دې یوبل رپوټ لیکو او دارپوټونه د کانگرس له خوانه غوښتل شویدي. پکارده دغه رپوټ په مني کې راووزي.

زه اوس نه غواړم نور تفصیلات پرې ورکړم ځکه تراوسه پورې لا وروستي پړاو ته رسیدلی ندی. خو په عمومی ډوله د افغانستان د حکومت وړتیا او کفایت ته کتنه وشی چی داداري فساد مسله څنگه حل کوي. اداری فساد یوه ستونزه ده او ډیرافغانان پرې پوهېږی.
سپکو د دوشنبې په ورځ (جولای ٢٩) د واشنگټن ډي سي د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پر وخت د افغانستان په حکومت کې فساد پدې هیواد کې د ناامنیو د دوام عامل وگاڼه.
د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا خاص عمومی مفتش جان ساپکو دافغانستان د روانو ستونزو په لړ کې څومهموټکیو ته اشاره وکړله:
اول خو ترټولو مهم ټکی داو چی که څه هم دامریکا حکومت په تیرو اتلسو کلونو کې ٨۴ ملیارد ډالر دافغانستان دامنیتي قواو په جوړونه، او تشکیل ولگول خو سره له دې هم دافغانستان امنیتي او دفاعی قواوې ددې جوگه ندي چی په خپل مټ له مسلکی او تخنیکی پلوه خپلو وظایفو ته له مرستو نه پرته ادامه ورکړي.
هغه زیاته کړله چې دامریکايي او ناټو دادارو ترمنځ د هماهنگۍ د نشتون له امله امنیتی او دفاعي څانگو ته دهغوی مرستې د معیارونو په رامنځته کولو کې موثرې نه وې. لاتراوسه پورې هم داسی کوم شخص، اداره، هېواد او یا نظامی اداره نشته چې د ا فغانستان پر هغوی نظامی مرستو د څارنې وظیفه او واک ولری چی دافغانستان له امنیتی او دفاعي څانگوسره کېږي. جان ساپکو وویل دغه ستونزه دا مریکا په ټولو ادارو کې موجوده ده. د عدلېې وزارت ته په سوونو سلاکاران ورغلل د قانون د حاکمیت په برخه کې ېې سلا مشورې ورکړلې؛ خو دهغوی یادداشتونه نشته. په همدې توگه په سوونو نور سلاکاران ورغلل اوبیرته راغلل خو دهغوی د کار په اړه هېڅ معلومات نشته؛ داد منابعو بې ځایه لگښت څرگندوی.
دویمه مسله د بشري حقونو نه د سرغړونی مسله ده چې جان ساپکو ورته اشاره وکړله. هغه وویل د بشری حقونو نه د افغانستان د حکومت سرغړونې د هېواد پر امنیتی شرایطو ناوړه اغېزې لري. ساپکو وايي اداری فساد دامنیتی شرایطو پر بهیر ناوړه اغېزې لري. له بشري حقونو نه دافغانستان د ْحکومت سرغړونی ددې سبب کېږي چی طالبان اونورې جگړه مارې ډلی د نویو جلبیانو په نیولوکې گټه واخلي. نوکه دافغانستان حکومت داداري فساد او بشري حقونو نه د سرغړونو په مخنیوي کې پاخه گامونه اوچت نکړي، دا ستونزه به همدغه راز پاتې وي.
دریم: ساپکو وویل دامریکا او ا فغانستان د ملی او ستراتیژیکو اهدافو د سرته رسولو په خاطر پکارده د افغانستان قواو ته په ساحه کې سلا مشورې او تجهیزات دوام پیداکاندي. داکار حیاتی اهمیت لري البته که سوله وشی او که ونه شي.
پکارده دافغانستان حکومت نظامی اوامنیتی حضور ولري.
ساپکو وویل په دې لړ کې دافغانستان پیلوټانو په امریکا د روزنی پروگرام ډیربریالی و.
ساپکو وویل څلورمه مهمه مسله په افغانستان کې د اداري فساد او بشری حقونو نه دسرغړونې له مسلې نه د طالبانو او نورو یاغي ډلو له خوانه د نویو جنگیالیو په نیولو کې گټه اخیستل کېږي. زموږ جنرالانو په دې تبصرې کړېدی او هرڅوک پرې خبردي.
اداري فساد لاتراوسه پورې یوه ستونزه ده، او داستونزه به لادوام ولري ترڅو چی دافغانستان حکومت د اداري فساد په ورکولو کې ډیر سخت دریځ غوره نکړي.
موږ په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د اداري فساد ضد ستراتیژي ارزولې اوکتلې ده چې څنگه ېې تعمیلوي. موږ دافغانستان د حکومت د اداري فساد ضد ستراتیژۍ باندې دویمهمدا اوس په دې یوبل رپوټ لیکو او دارپوټونه د کانگرس له خوانه غوښتل شویدي. پکارده دغه رپوټ په مني کې راووزي. زه اوس نه غواړم نور تفصیلات پرې ورکړم ځکه تراوسه پورې لا وروستي پړاو ته رسیدلی ندی. خو په عمومی ډوله د افغانستان د حکومت وړتیا او کفایت ته کتنه وشی چی داداري فساد مسله څنگه حل کوي. اداری فساد یوه ستونزه ده او ډیرافغانان پرې پوهېږی.
 
https://avapress.com/vdcjxhevyuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته