کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي: نوماندان دې تېر ایستونکي شعارونه نه ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 اسد 1398 ساعت 8:56

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د زرغون بهیر پر دفتر برید وغانده او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې وغوښتل چې په ټاکنیزو سیالیو کې دې تېر اېستونکي شعارونه نه ورکوي.



ولسمشرۍ ټاکنو ته د محمد اشرف غني په ګډون ۱۸ کسان نوماند شوي دي. ټاکل شوې دغه ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیزې سیالۍ د زمري په شپږمه پیل شوې خو راپورونه ښيي چې دغه سیالۍ ډېرې کم رنګه دي.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د ټاکنیزو سیالیو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
عبدالوهاب عرفاني د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې په ټاکنیزو سیالیو کې دې له تېر اېستونکو شعارونو ډډه وکړي او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره دې هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه، ټاکنیزې سیالۍ باید د هېواد د نافذه قوانینو سره سمې ترسره شي.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د ټاکنیزو کمپاینونو پیلېدو ته په اشاره وویل، ټاکنیز کمپاینونه دې د ټاکنیزو ټېمونو لخوا داسې برابرې شي چې د ټاکنو ترسره کېدل په هېواد کې د دموکراسۍ د قوي کېدو ترڅنګ د قومونو ترمنځ د یووالي لامل شي.
هغې زیاته کړه: ((ټاکنیز پروګرامونه دې پر رښتینولۍ ولاړ وي نه د خلکو په تېر ایستنه، خلک اوس شعار ته نه بلکې پروګرام ته رایې ورکوي، نوماندان دې هڅه وکړي چې خلکو ته رښتیني پروګرامونه وړاندې کړي.))
په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري هم له نوماندانو وغوښتل چې خپل پروګرامنه د ټاکنو قانون او اصولو مطابق جوړ کړي او د رایو د ترلاسه کولو لپاره قومي، سمتي او ګوندي مسایلو ته لمن ونه وهي.
هغې زیاته کړه، ډېری رایه ورکوونکي ځوانان دي او دوی دا ځل شعارونو ته نه بلکې پروګرام ته رایې ورکوي.
د نوموړې په خبره: ((ټاکنیز ټېمونه باید پوه شي چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یې کړې ژمنې تر کومې کچې عملي کېدلای شي، دروغجن او تېر اېستونکي شعارونه نه شي کولای د خلکو د رایو د جذب په برخه کې د ځانګړي نوماند په ګټه واقع شي.))
د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق وویل، ولسمشرۍ ټاکنې باید په افغانستان کې د شته قومونو ترمنځ یووالی رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، نوماندان باید د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال اخلاقي نزاکتونه په پام کې ونیسي او یو د بل پر وړاندې د تورلګولو او ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.
نوموړي وویل: ((د یوه نوماند په اړه د بل نوماند لخوا بې بنسټه او له سپکاوي ډک شعارونه تهمت لګول دي او ګټور نه تمامېږي.))
د دې جرګې یو شمېر غړو د زرغون بهیر پر دفتر برید وغندلو.
د دولت جوړوونکي ټېم د لومړي مرستیال په مشرۍ د زرغون بهیر پر دفتر د زمري د شپږمې په وسله وال برید کې ۲۰ کسان ووژل شول او۵۰ نور ټپیان شول.
د مشرانو جرګې غړي عبدالوهاب عرفاني ددې جرګې عمومي ناستې ته د خبرو پر مهال دغه برید جنایت وباله او زیاته یې کړه: ((د امنیتي سکتور دنده ده چې د نوماندانو او د دوی د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت ټينګ کړي، دښمن د خپل قدرت د ښکاره کولو لپاره له هېڅ ډول جنایته لاس نه اخلي.))
د جرګې نورو غړو هم ورته نظرونه لرل.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د زرغون بهیر پر دفتر برید وغندلو او له امنیتي سرتېرو یې وغوښتل چې د ټاکنیزو دفترونو او ناستو امنیتي خوندیتوب ته جدي توجه وکړي.
هغه وویل، د امنیت موجودیت د ټاکنو د روڼتیا لامل کېږي او حکومت باید د رڼو او له درغلیو د تشو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ددغه ملي بهیر د امنیت ساتنې هڅّه وکړي.
 
 


د مطلب کود: 189241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189241/د-مشرانو-جرګې-یو-شمېر-غړي-نوماندان-دې-تېر-ایستونکي-شعارونه-نه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com