دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 189244
د سولې په چاروکې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي سره وکتل
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.
ښاغلي یاماماتو یو ځل بیا د افغانستان د سولې له بهير څخه د ملګرو ملتو سازمان ملاتړ څرګند کړ او د بین الافغاني خبرو اترو پیل یې مهم وباله.
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر، د سولې په بهيرکې د ملګرو ملتو رول ارزښتناک وباله او د دغه سازمان د همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon0foyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته