دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 189245
د ستندرد ملي ادارې د زعفرانو د کيفيت او سوداګرۍ د ودې لپاره د تخنيکي همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ
د ستندرد ملي ادارې نړيوالو مارکيټونو ته د باکيفيته زعفرانو د وړاندې کولو او د سوداګرۍ د ودې په موخه نن د افغانستان د زغفرانو د کرندګرو له اتحاديې سره د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

باختر آژانس د ستندر ملي ادارې د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دې اداره کې جوړه شوې وه؛ د ستندر د ملي ادارې لوى رييس محمد موسى عَلَمي وويل: زعفرانو ته د ښه بازار موندل د دولت له مهمو پاليسو څخه دي او د ستندرد ملي ادارې د زعفرانو د صادراتو په برخه کې لازمي ګامونه اخيستي دي.
عَلَمي زياته کړه: په هېواد کې د دغه صنعت د ودې په لاره کې د زعفرانو له کروندګرو، سوداګرو او اتحاديو سره د زعفرانو د ملي ستندردونو د تدوين، ترويج او تطبيق په برخه کې همکارۍ ته چمتو يوو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د عامل هيئت مرستيال شفيق الله عطايي د سوداګرۍ په پراختيا په تېره بيا د صادراتو په برخه کې د  ستندرد رول مهم او حياتي وباله او زياته يې کړه: د خصوصي برخې يوه ستونزه د کيفيت د آزمايښت د لابراتوارونو او د کيفيت د تصديق ليکونو نشتوالى دى او دغه دليل د نړۍ په بازارونو کې د هېواد د محصولاتو د پيکه والي دليل دى.
عطايي د ستندرد د ملي ادارې او د افغانستان د زعفرانو اتحاديې ترمنځ د هوکړه لاسليک کول يو ستر نوښت وباله او زياته يې کړه: دې ته اړتيا ده چې د هوکړه ليک د تطبيق په لاره کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې وشي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي برخې د مدافع په توګه د دغه هوکړه ليک د مادو دتطبيق په لاره کې همکارۍ ته چمتو ده .
د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د اتحاديې رييس بشير احمد رشيدي د زعفرانو د صنعت په برخه کې د ستونزو او نيمګړتياوو په باب خبرې وکړې او ويې ويل:  د لومړي ځل لپاره د دغه هوکړه ليک په لاسليک کولو سره د زعفرانو د ملي ستندردونو د عملي کولو په لاره کې ډېر مهم ګام اخيستل کېږي.
هغه په هېواد کې د زعفرانو د ورته او بې کيفيته اقلامو د واردولو او د غير قانوني وارداتو د بندولو په خاطر د حکومت د اقداماتو خبر ورکړ او زياته يې کړه: افغانستان  په کال کې په لوړ کيفيت سره د ١٥ټنو زعفرانو په توليد سره د نړۍ په کچه لومړى مقام لري او موږ بايد د ستندردونو په مديريت سره دغه مقام وساتو
https://avapress.com/vdceeo8znjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته