دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 189247
فراه ته په لویه لاره پر مسافر وړونکي بس چاودنه کې 34 تنه وژل شوي
د فراه ولایت په لویه لار نن سهار په یوه چاودنه کې 34 کسان وژل شوي او 17 نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب  ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۰۸:۰۰ بجې د مسافر وړونکو په یوه بس باندې شوې ده.
د محب په خبره ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس له هراته مسافرین انتقالول چې د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه.
کومې وسله‌والې ډلې سمدستي د پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.
له دې مخکې د دولت ضد وسله‌والو ډلو د افغان پوځیانو د هدف ګرځولو لپاره په لویو لارو کې ماینونه کېنولي چې بیا یې په چاودنو کې اکثر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
https://avapress.com/vdcgty9quak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته