کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه ته په لویه لاره پر مسافر وړونکي بس چاودنه کې 34 تنه وژل شوي

9 اسد 1398 ساعت 9:56

د فراه ولایت په لویه لار نن سهار په یوه چاودنه کې 34 کسان وژل شوي او 17 نور ټپیان دي.



د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب  ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۰۸:۰۰ بجې د مسافر وړونکو په یوه بس باندې شوې ده.
د محب په خبره ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس له هراته مسافرین انتقالول چې د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه.
کومې وسله‌والې ډلې سمدستي د پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.
له دې مخکې د دولت ضد وسله‌والو ډلو د افغان پوځیانو د هدف ګرځولو لپاره په لویو لارو کې ماینونه کېنولي چې بیا یې په چاودنو کې اکثر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د مطلب کود: 189247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189247/فراه-ته-په-لویه-لاره-پر-مسافر-وړونکي-بس-چاودنه-کې-34-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com