د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۰۸:۰۰ بجې د مسافر وړونکو په یوه بس باندې شوې ده.
د محب په خبره ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس له هراته مسافرین انتقالول چې د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه.
کومې وسلهوالې ډلې سمدستي د پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
له دې مخکې د دولت ضد وسلهوالو ډلو د افغان پوځیانو د هدف ګرځولو لپاره په لویو لارو کې ماینونه کېنولي چې بیا یې په چاودنو کې اکثر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.