دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 189255
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کی درې داعشیان ووژل شول
ملي امنیت ویلي، ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ، څاګي سیمه کې شپنې عملیات کړي چې په پایله کې یې درې داعش وسلوال وژلي او یو بل کس یې له وسله والو سره د اړیکو او زمینې برابرولو په تور نیولی دی.
 
ملي امنیت ویلي، دغه درې کسان خاکسار، عمر او قاري نومېدل چې په ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې به یې شتمن اشخاص او سوداګر تښتول، له هغوی به یې پیسې اخیستې او ماینونه به یې جوړول چې په وران کاره فعالیتونو کې یې به یې ترې ګټه پورته کوله.
دوی ویلي، په عملیاتو کی ولسي خلکو او ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د یو بل خبر له مخې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د پکتیکا یوسف خېلو ولسالۍ اړوند خیربین کلي کې عملیات کړي چې په پایله کې یې د یو بهرني په ګډون ۱۳ طالبان ولي دي.
https://avapress.com/vdcft1dytw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته