دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 189257
د افغانستان جنوبي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین ستونزو سره مخ شوی
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ شوی دی.

د پولیو واکسین د کمپاین د عامه اړیکو مسؤل ډاکتر میرا جان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت مخالف وسله‌وال په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ د واکسین د کمپاین مخه نیسي.
د ښاغلي راسخ په وینا د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې راهیسې یې کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین پپل کړی، خو په عملي کولو کې یې ستونزې او خنډونه د دې سبب شوي چې دا وایروس لا هم په سیمه کې پاتې شي او ماشومان پرې اخته شي.
د ډاکتر راسخ په وینا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۲ پېښې ثبت شوي چې یوه‌یې د افغانستان په ختیځ کې وه او نورې ټولې په جنوب کې ثبت شوې دي.
ښاغلی راسخ زیاتوي: "مشخصاً په جنوبي حوزه کې هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونه دي. په هلمند ولایت کې د ګوزڼ پنځه پېښې لرو، په کندهار کې دوه پېښې او په ارزګان کې څلور پېښې دي."
افغانستان د نړۍ یو له درې هېوادونو څخه دی چې لا هم په‌کې د ګوزڼ ناروغي پاتې ده. په دې ډله کې دوه نور هېوادونه نایجریا او پاکستان دي.
د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد واکسین د کمپاین د عامه اړیکو د مسؤل میرا جان راسخ په وینا په دې سیمو کې د ګوزڼ د وایروس د موجودیت دلیل دا دی چې وسله‌وال طالبان د واکسین کمپاین ته د یو سیاسي اقدام په سترګه ګوري او فکر کوي چې ګوندې د کمپاین کارکوونکي د کور په کور ګرځېدو پر مهال معلومات راټولوي.
نوموړي وویل د قومي مشرانو، دیني عالمانو او په افغانستان او بهر کې د طالبانو له سیاسي دفترونو سره د تماس له لارې هڅه کوي چې دې ستونزې ته هواری ومومي.
ازادي راډیو په دې اړه په قطر کې کې د طالبانو له دفتر سره تماس ونیوه، خو کوم ځواب‌یې ترلاسه نه‌کړ
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmwnzq23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته