د ملي امنیت له رسنیز دفتره په یل شوي د ځانمرګو برید ګرو په دې درې کسیزه ډله کې دلاور چې په عثمان مشهور دی د باجوړ ایجنسي اوسیدونکی، احمد د ایوب خان زوی د دې بریدګرو مشر چې د پاکستان د میدان ضلعې دېرې اوسیدونکی او صدام د سید حبیب زوی چې د ځانمرګو برید ګرو لارښود و او د کنړ او سیدونکی دی، شامل دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لور په کنړ کې د قاضي په نوم د وسله والو طالبان یو قومندان چې غوښتل یې په سیمه کې پر یوه امنیتي چارواکي ځانمرګی برید وکړي موخې ته رسیدو مخکې د ځان وژنې له یوه واسکټ او یوې تومانچې سره نیول شوی دی.