د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر رضا اردکانیان سره پرون په ارګ کې وکتل
جمهوررئیس غني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر سره ولیدل
9 اسد 1398 ساعت 16:51
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر رضا اردکانیان سره پرون په ارګ کې وکتل
په دې کتنه کې له طبیعي انرژۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو او سوداګرۍ او په چابهار بندر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني د انرژۍ او زېربناوو د پراختیا په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو د ټینګار ترڅنګ وویل: په سیمه کې له طبیعي انرژۍ څخه د استفادې لپاره باید زموږ اجنډا د مناسبو تګلارو پر اساس وي.
هغه زیاته کړه، چابهار بندر باید د سوداګریز او ترانزیټي بندر په توګه د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ او انګشاف لامل وګرځي.
رضا اردکانیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د یادونې ترڅنګ وویل، ایران او افغانستان په سیمه کې د بادي او لمریزې انرژۍ د تولیدښه ظرفیتونه لري او د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې په دې برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي
د مطلب کود: 189282