دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 189283
د ولسمشر ویاند: د ملکی وګړو تلفاتو اصلی لامل طالبان دی
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د یوناما اداره دې د ملکي تلفاتو په اړه دقیقې څېړنې وکړي، څو خلک پر هغو جنایتونو خبر شي چې وسله وال طالبان یې د خلکو پر وړاندې ترسره کوي.

 

صدیق صدیقي د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما اندېښنه پر ځای ګڼي، خو له یادې ادارې غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې دقیقې څېړنې ترسره شي، څو خلک په هغو جنایتونو خبر کړل شي چې طالبان یې د ملکي وګړو پر وړانډې کوي.

ښاغلي صدیقي په ښکاره ټکو د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان بللي دي.

د ارګ ویاند دغه څرګندونې د یوناما د پروني خپاره شوي راپور په اړه کړې دي.

 یوناما پرون  سه شنبه د زمري په ۸ مه چې، جولای میاشتې له ۳۰ سره سمون خوري، ویلي چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتې کې ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه ټپیان شوي دي.

د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د لومړیو شپږو میاشتو  په  پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي. په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه.

https://avapress.com/vdcg7y9qwak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته