دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 189288
ارزګان ځینی اوسېدونکی: طالبانو ۴۵ ملکی وګړی د موټرو کښته او ځان سره بېولی دی
د ارزګان دغه اوسیدونکې وایی چی دغه لسګونه کسان مرکز ترینکوټ ته د نوی ټاکل سوی ولسوال په مخالفت راغلی وه چې د بیرته ستنیدو پرمهال طالبانو له موټرو کښته کړه.

 

 

د دغو کسانو په وینا یې د نیول سوو کسانو له ډلی یوازی لس تنه راخوشی سوی، خو لاهم ۳۵ کسان د هغوی په واک کې دی.

په وینا یې ګمان کېږی چې حکومت دننه یو شمېر کسانو د هغوی د ۴۵ مسافرو احوال طالبانو ته ورکړی وی، نو ځکه طالبانو د لاری په اوږدو کې د هغوی کسان له ځان سره یوړه.

راغلی کسان ګواښ کوې که یې کسان خوشی نه سی په لاریونو به لاس پورې کړی.

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکې وایې چې وسله والو طالبانو دوه اوونۍ مخکې د یادی ولسوالۍ ۴۵ اوسېدونکې له موټرو کښته کړی او له ځان سره یې بیولې دی.
دوی وایې د بیول سوو کسانو له ډلې لس یې راخوشی سوی خو د پاتې نورو معلومات نه لری.
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکې وایې وسله والو طالبانو دوه اوونۍ مخکې د یادې ولسوالۍ ۴۵ اوسېدونکې له موټرو کښته کړی او له ځان سره یې وړې دی.
دغو کسانو د خپلو خپلوانو د راخوشې کېدو لپاره د رسنیو سره خبرو کې وویل وسله والو طالبانو د هغوۍ ۴۵ کسان دوه اونۍ مخکې د ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ پر لویه لاره له موټرو کښته کړی او بیا یې له ځان سره وړې دی.
https://avapress.com/vdcbw9b8wrhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته