کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو پنځو میاشتو کې د نیشه یي توکو د قاچاق په تور څه باندې ۱۵۰۰ شکمن کسان نیول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 اسد 1398 ساعت 18:27

د کورنیو چارو وزارت د نیشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو په تېرو پینځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۳۰۳ عملیات تر سره کړي دي. دغه عملیات د نیشه یي توکو د کښت، تولید او پروسس سره د مبارزې په موخه ترسره شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت د نیشه یي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق چې د چهار شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل: چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ۴۲ ښځو او ۵ بهرنیو وګړو په شمول ۱۵۴۵ تنه نیول شوي دي. نوموړي وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه تنه لوی قاچاق وړونکي هم شامل دي. د ښاغلي اورتاق د خبرو په اساس د تېرو پینځو میاشتو په عملیاتو کې چې د نیشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو لخوا تر سره شوي ټولټال ۳۵۶ ټنه بېلابېل نیشه یي توکي کشف او ضبط شوي دي. ددې عملیاتو په ترڅ کې د مت امفتامین د تولید ۵۹ دستګاوې او د نیشه یي توکو پینځه زیرمې هم کشف او له منځه وړل شوې دي. ۱۵۸ میله وسلې، ۱۹۷ نقلیه واسطې او ۵۱۱ تلیفونونه د نیشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو لاس ته ورغلي چې قاچاقبرانو به د خپلو کارونو د آسانتیاوو په موخه ځنې استفاده کوله. د کورنیو چارو وزارت د نیشه یي توکو سره د مبارزې معین وویل چې د تېرو پینځو میاشتو په عملیاتو کې د نیشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو زیات تمرکز پر کابل ولایت و، پدې وخت کې په مرکز کې ۴۶۶ عملیات تر سره شوي چې په ترڅ کې ۵۶۴ تنه نیول شوي دي. ښاغلي اورتاق وویل چې د نیشه یي توکو قاچاقبرانو ته په تېرو پینځو میاشتو کې د افغانستان په قیمت کابو ۵۳ میلیون ډالره تاوان رسېدلی دی. نوموړي د هېواد په کچه د سړک پر سر د معتادانو شمیر ۷۷۶۹ تنه وښوده او ویې ویل د تېرو پینځو میاشتو په لړ کې له دې ډلې ۲۲۲۰ تنه په کابل کې له سړکونو څخه ټول شوي او د درملنې مرکزو ته وړل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان تطبیق کول، د کابل ښار د مختلفو سیمو څخه د معتادانو د ټولولو او په خوندي ځای کې د هغوی د ساتلو د وړاندې کولو طرحه ،او د نیشه یي توکو د زیاتوالي، پروسس او د ذخیرو په مرکزونو باندې عملیاتو ته زور ورکول د نیشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت له مهمو پروګرامونو څخه دي.


د مطلب کود: 189293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189293/په-تیرو-پنځو-میاشتو-کې-د-نیشه-یي-توکو-قاچاق-تور-څه-باندې-۱۵۰۰-شکمن-کسان-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com